زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۲۱
زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د درې کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، د استاد سميع الله، استاد حسن او استاد روزي محمد د کلبونو ورړزشکارانو ترمنځ ترسره شوي، چې په پايله کې د استاد سميع الله د کلب ورزشکارانو لومری او استاد روزي محمد د کلب ورزشکارانو دوهم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۹
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۲
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۱
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS