زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ولیبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني رونې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍکې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۱۵ ورځي مخکي پيل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پای لوبه کې د سايګز لوبډلې خپلې سيالې ججګې لوبډلې ته ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولۍ يې خپله کړه.