زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې عیسیمحمد لومړی، فیضمحمد دویم او جملاحمد بیا درېیم مقام خپل کړ.
