زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۱۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۲۰:۴۶
زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۱۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۱۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيمه ييزې آزادې سيالۍ پيل شوې.

دا سيالۍ د ميزانه، ارغنداب، شاولي کوټ، دامان، شهرصفاء او د مرکز اړوند ترنگ د سيمې غېږنيونکو ترسره کېږي.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او د دې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د فوټسال ملي لوبډله په نړۍ‌وال ټورنمنټ کې د ګډون په موخه برازیل ته ولاړه

د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ کې د ګډون په موخه برازیل ته ولاړه.

دغه سیالۍ چې په دوه ګروپونو کې تر سره کېږي، پر افغانستان او برازیل سربېره د جاپان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې له پکتیکا، غزني او پکتیا ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۰
Background image

خوست؛ یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ۴۰ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

\د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS