زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د شاجوی ولسوالۍ په خاکي سيمه کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغه سيالۍ د شاجوی ولسوالۍ د بازار او خاکي سيمې د ځوانانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د خاکي سيمې ځوانانو بريا خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.