زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۷:۵۷
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شبار استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو کې اتحاد، ګيلان، روشن او استقلال لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایلوبه کې یې اسقلال لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۲۰:۴۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال آقتپې سیمه کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حميدالله سردش لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۲۰:۳۷
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۵۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د منګل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۲۰:۳۴
Background image

ارزګان؛ مرکزترینکوټ ښار کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ګولډن سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS