زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٥ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٥ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې د احمد ویس کلب ورزشکارانو لومړی او د قدرت الله کلب بیا دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
