د کرېکت له نوولس کلنو کم عمره او ملي لوبډلې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۱
د کرېکت له نوولس کلنو کم عمره او ملي لوبډلې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

د کریکټ له نوولس کلونو کم عمره لوبډلې تانزانیا ته د نهه ویکټو په توپیر ماته ورکړه او د نړۍوال جام روانو سیالیو کې یې پرلپسې د درېیمې بریا په خپلولو د ګروپ مخګښې لوبډلې په توګه بل پړاو ته لار ومونده.

همدارنګه د کریکټ ملي لوبډلې له ویسټ انډیز سره د (اي انډ) د درط شل اوریزو نړۍ والو سیالیو په دویمه لوبه کې دغې لوبدلې ته د ۳۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.

له دغو سیالیو څخه نصرت الله نورستاني په ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله کې او مجیب الرحمن په ملی لوبډله کې د غوره توپ اچوونې له امله د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شول.

د کریکټ ملي لوبډله به خپله وروستۍ لوبه نن ماښام د دوبۍ نړۍوال لوبغالي کې له ویسټ انډیز سره وکړي او له ۱۹کلونو کم عمره لوبډله به راتلونکي پړاو کې د سیالانو له ټاکل کېدو وروسته خپلو سیالیو ته دوام ورکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند باغ شرکت سیمه کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د سییمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٥٠ تنو خپلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

خبرتیا!

د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو،. . .

BACK TO NEWS