د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول افغانستان اووم پړاو ليگ سياليو اوومه ورځ د سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو په برياوو پای ته ورسېده.

د وزلوبې اووم پړاو ليگ سياليو په اوولسمه لوبه کې سرپل لوبډلې سيالې بلخ لوبډلې ته د ١٣ پر صفر نمرو په توپير، اتلسمه لوبه کې بغلان لوبډلې سيالې تخار لوبډلې ته د ٦ پر یو نمرو په توپير ماتې ورکړه. همداراز ټاکل شوې وه، چې د دغو سیالیو نولسمه لوبه به د بدخشان او کندز لوبډلو ترمنځ ترسره شي خو کندزۍ لوبډلې له لوبې کولو انکار وکړ او سیالۍ د ټاکل شوې کمېټې له لوري د بدخشان لوبډلې په ګټه اعلان شوه.

ټاکل شوې چې د اته غوره لوبډلو پړاو په وروستۍ ورځ به سبا (جمعه) سرپل له بغلان، پنجشیر له هرات او بلخ له تخار لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۶
Background image

کابل کې د فني او مسلکي ریاست او المپیکي فدراسیونونو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند فني او مسلکي ریاست او د المپیکي فدراسیونونو استازو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

دغه غونډه، چې د ورزش ادارې فني او مسلکي رئیس محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۴
Background image

قدرمن خلیفه صاحب د کورنیو چارو وزارت د فوټبال له لوبډلې او مسولینو سره ولیدل

د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب د کورنیو چارو وزارت د فوټبال له لوبډلې سره وکتل او د هغوی وروستۍ لاسته راوړنه یې تقدیر کړه. په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ. . .

BACK TO NEWS