د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د فیلیپین په وړاندې وبایلله.
د ویلچر باسکیټبال ملي لوبډله د مې په ۱۲ نیټه د آسیا د سهمیې د ګټلو لپاره تایلینډ ته روانه شوې وه چې په خپله لومړۍ لوبه کې يې د فیلیپین په وړاندې د 58-56 په پایلې سره سره ماتې ومنله.
د ویلچیر باسکیټبال سیالۍ د ۱۱ هیوادونو په ګډون په تایلنډ کې پیل شوي دي چې ۱۲ ورزشکاران، څلور کسیز هیأت د افغانستان په استازیتوب په کې ګډون کړی دی .