د وزلوبې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ قبیله یي سیالیو کې له ازبکستان څخه ماته وخوړه
د وزلوبې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ قبیله یي ۶م پړاو نړۍوالو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه ازبکستان ته د ۴ -۱ نمرو په توپیر بایلوده.
افغان ملي لوبډله به خپله دویمه لوبه له قزاقستان سره وکړي.
دغو سیالیو کې د وزلوبې ۱۰ لوبډلې ګډون لري، چې افغانستان په B ګروپ کې له ازبکستان، قزاقستان، ترکیې او مجارستان سره سیالۍ لري.
یادې سیالۍ د قرغیزستان په کوربهتوب په بشکیک ښار کې د ۱۰۶ هېوادونو په ګډون د اګسټ پر ۳۱مه پیل شوي او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي.
