د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا د ورزش او ځوانانو وزارت له مرستیال وزير سره ولیدل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۵۶
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا د ورزش او ځوانانو وزارت له مرستیال وزير سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا ته د رسمي سفر په جریان کې د نوموړي هیواد د ورزش او ځوانانو وزارت له مرستیال توفیق هدایت سره ولیدل، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان سفیر مولوي سعدالله بلوچ هم شتون درلود.

د لیدنې پر مهال ښاغلي توفیق هدایت د افغانستان د ورزش ادارې رئیس ته ښه راغلاست ووایه او یاد هیواد ته ورتګ یې د ورزشي اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم اقدام وباله.

همداراز په دغه ناسته کې د دواړو هیوادونو د ورزشي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې او هالته د مېشتو افغان ورزشکارانو لپاره د تمریناتي کمپونو پر برابرولو، د اندونیریا هیواد په لیګونو کې د افغان ورزشکارانو پر لوبېدو هم د نظرونو تبادله وشوه.

د لیدنې په جریان کې د اندونیریا د ورزش وزارت مرستیال وزير وويل، چې په مناسب وخت کې به د ورزشي اړیکو د لا پراختیا په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۸:۱۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې صحرايي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۸:۷
Background image

غزني؛ مقر ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د نینجا سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د نینجا سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۸:۶
Background image

خوست؛ صبریو ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په صبریو ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS