خوست؛ صبریو ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په صبریو ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې خالبساط کلب لومړی، ځاځي میدان کلب دویم او باک کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.
