د ورزش ادارې رهبري د روسيې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې د ځینو هیوادونو له ورزشي مسولینو سره ولیدل
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدلله وثیق د روسیې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې د روسیې، قطر، مالي هیوادونو له ورزشي مسولینو او استازو سره لیدنې وکړې او پر اړوند ورزشي اړیکو او همکاریو یې ورسره خبرې وشوې.
د روسيې هيواد د المپيک کمېټې او ورزش وزارت وزير ميخايل ديګتياريوف ( Michael Degtyarev) د افغانستان د ورزش ادارې رئیس ته ښه راغلاست ووایه او په نوموړي فورم کې یې د ګډون له امله ترې مننه وکړه، همدارنکه ښاغلي دیګتیاریوف له افغانستان سره په رغنده ورزشي اړیکو هم ټینګار وکړ.
په یاد فورم کې ښاغلي وثیق د روسیې هیواد د پارالمپیک له مسولینو سره لیدنه ترسره کړه او د دواړو هیوادونو د معلولو ورزشکارانو ترمنځ پر ورزشي سیالیو او همکاریو سلا وشوه، همدارنګه د ورزش ادارې عمومي رئیس د مالي او قطر هیوادونو له مسولینو سره هم ولیدل او له نوموړیو هیوادونو سره یې پر ورزشي اړیکو او همکاریو خبرې اترې وکړې.
