د والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکزي زون سیالیو دویم مقام وګاټه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۹:۴
د والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکزي زون سیالیو دویم مقام وګاټه

د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا مرکزي زون سیالیو په پایلوبه کې ترکمنستان ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر لوبه بایلوده او د دغو سیالیو نایب قهرماني یې خپله کړه.

افغانستان د دغو سیالیو په مخکېنیو لوبو کې دوه سیالۍ ترکمنستان او سرلانکا ته بایللې وې او درې سیالیو کې یې نیپال، مالدیف او کوربه بنګلادېش ته ماته ورکړې وه.

دغه سیالۍ د شپږو هېوادونو په ګډون د بنګلادېش په کوربتوب‌ په پلازمېنه ډاکه کې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۲مه پیل شوې وې او نن( د اکتوبر ۲۸مه) د افغان ملي لوبډلې په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS