د هېواد د ورزش ادارې رهبري کابل کې د پهلوانۍ ملي ټاکنيزو سياليو څخه ليدنه وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق او ورسره مل د رهبرۍ نورو غړيو د هېواد له ۱۲ ولايتونو څخه د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د دې رياست په دوه زره ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې د روانو ازادې پهلوانۍ ملي لوبډلې ټاکنيزو سياليو څخه ليدنه وکړه.
دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د لويانو عمري کټګورۍ په لسو بېلابېلو وزنونو کې پيل شوې، چې په پای کې به يې ۴۰ تنه د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوي دي.