د هلمند په‌ مرکز او دوو ولسواليو کې د واليبال ناک اوټ سيالۍ پيل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۰:۴۵
د هلمند په‌ مرکز او دوو ولسواليو کې د واليبال ناک اوټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدنې روزنې او ورزش امریت په غوښتنه او د والیبال فدراسیون په هلو ځلو د هلمند په مرکز او دوه ولسوالیو مارجه او ګرمسیر کې د والیبال ناک اوټ (حذفی) سیالۍ پیل شوې.

په‌ دغه سیاليو کې چې د ځوانانو د همغږۍ تر نامه لاندې پيل شوې، د مرکز لښکرګاه او دوو ولسوالیو څخه ۲۲ويشتو لوبډلو پکې ګډون کړی، چې په پايله کې به لومړی او دويم مقام لوبډلې د ولايت په‌ کچه په سياليو کې ګډون وکړي.

بايد يادونه وشي چې د لښکرګاه سیالۍ به په مرکزي لوبغالي او د يادو ولسواليو لوبډلې به د‌ ولسواليو په مرکزي لوبغالو کې سيالۍ ترسره کړي او د‌يوې‌ اونۍ لپاره به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS