د هرات مرکز کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو ټولشموله سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۴۶
د هرات مرکز کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو ټولشموله سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې له ۴۰ کلبونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو ټولشموله سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ، چې د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، په پایله کې ۸۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي او د اتلولۍ مقامونه یې ترلاسه کړل.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو UFC سبک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۲۱ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د UFC سبک لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۵
Background image

ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د. . .

BACK TO NEWS