د هرات د کیک بوکسینک رشتې لوبغاړو نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره ایران هیواد ته سفر وکړ

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۳:۳۹
د هرات د کیک بوکسینک رشتې لوبغاړو نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره ایران هیواد ته سفر وکړ

د هرات د کیک بوکسینک رشتې شپږ لوبغاړو نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ایران هیواد ته روان شول.

د کیک بوکسینګ دا نړیوالې سیالۍ د شلو هیوادونو په ګډون د ایران په کوربتوب ترسره کیږي چې د افغانستان د هرات ولایت ۶ لوبغاړو هم پکې ګډون لري.

د هرات د بدني روزنې او ورزش ریاست چارواکو یادو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ او وویل هڅه کوي چې افغان ورزشکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابري کړي تر څو په نړیوالو سیالیو کې ښه وځلیږي او ډګ لاس خپل هیواد ته راستانه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS