خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۰
خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د قلندر آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې قلندر آباد لوبډلې له خپل ۱۳۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۰ منډو په توپیر یې خپلې سیالې داخیو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ناوې او مارجې ولسوالیو د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ناوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سردار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS