د فوټسال ملي لوبډلې له روزونکي مجيد مرتضايي سره د روزنې یو کلن قرارداد تمدید شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۳۶
د فوټسال ملي لوبډلې له روزونکي مجيد مرتضايي سره د روزنې یو کلن قرارداد تمدید شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون، د يو بل کال لپاره مجيد مرتضايي د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکه.

له مجيد مرتضايي سره د تړون د غځولو په مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، د ياد فدراسیون مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د فوټسال ملي کمېټې تخنيکي مرستيال فريد احمد يوسفزی او د رسنيو استازو ګډون کړی وو.

په دغه مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، د فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنې د مجيد مرتضايي د غوره روزنې پايله ياده کړه او زیاته يې کړه، چې افغانستان فوټسال ملي لوبډله په ۲۰۲۴ کال کې له بل هر وخت ښه وځلیده.

بل لور ته مجيد مرتضايي د افغانستان فوټبال فدراسیون له يو ځل بیا باور کولو څخه خوښې وښوده او زیاته يې کړه، چې زه به تر وروستي حده کوښښ کوم، چې د فوټسال ملي لوبډلې اوسنی موقف وساتم او لا پرمختګ ورکړم.

مجيد مرتضايي له ايران هېواد څخه دی، چې له ۲۰۲۲ ميلادي کال راهيسې د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.

د يادونې وړ ده، چې د مجيد مرتضايي تر روزنې لاندي د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل د فوټسال نړيوال جام سياليو ته لار ومونده او هم يې د مرکزي اسيا فوټسال سياليو کې دويم مقام ترلاسه کړ.a

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۲:۱۴
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ورزشکار ذبيح الله ځواک هلمندي سره وليدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د هلمند ولايت د موتای استاد او د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ذبيح الله ځواک سره، د دې رياست په دفتر کې وليدل او د نوموړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۲:۹
Background image

د هېواد د ورزش ادارې رهبري کابل کې د پهلوانۍ ملي ټاکنيزو سياليو څخه ليدنه وکړه

د هېواد د ورزش ادارې رهبري کابل کې د پهلوانۍ ملي ټاکنيزو سياليو څخه ليدنه وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق او ورسره مل د رهبرۍ نورو غړيو د هېواد له ۱۲ ولايتونو څخه د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د دې رياست په دوه زره ۵۰۰ کسيز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۲:۳
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS