کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ورزشکار ذبيح الله ځواک هلمندي سره وليدل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۲:۱۴
کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ورزشکار ذبيح الله ځواک هلمندي سره وليدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د هلمند ولايت د موتای استاد او د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ذبيح الله ځواک سره، د دې رياست په دفتر کې وليدل او د نوموړي وړتياوې يې وستايلې.

په دغه ليدنه کې د هېواد ورزش ادارې د عمومي رئيس ښاغلي، مولوي احمدالله وثيق سربېره، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، مشاورينو، د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او امرينو ګډون کړی و.

د دې ليدنې پر مهال ښاغلي مولوي احمدالله وثيق د پهلوانۍ د ځانګړو وړتياو لرونکي ورزشکار، ذبيح الله ځواک هلمندي، د وړتياو ستاينه وکړه او نوموړي ته يې د ورزش په برخه کې د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

دغه راز نوموړي وويل، موږ تل کوښښ کوو، چې خپل ورزشکاران تشويق کړو، ترڅو دوی خپل استعدادونه او وړتياوې ښکاره کړي، په نړيوالو ډګرونو کې ولوبیږي او هېواد ته وياړونه راوړي.

ذبيح الله ځواک هلمندی د هلمند ولايت اوسيدونکی دی، چې د موتای ورزش سربيره، د پهلواني برخي ځانګړي نمايشات، لکه، د ورمېږ په مرسته د باروړونکي ټيلر موټر کشول، د دوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکو موټرو راګرځول، د ټيلر موټر پر خپل بدن تيرول، د دوه موټر سايکلونو په خوله پورته کول او نورې ځانګړې وړتياوې لري، چې په ټولنيزو پاڼو کې يې ګڼ شمير ويډيوګانې خپرې شوې دي او ځانګړي مينوال لري.

د ويلو ده، چې د ليدنې په پای کې د هېواد ورزش ادارې نوموړی په ورزشي ډاليو ونازاوه او د ملاتړ ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د جاپان ایچي ناګویا ٢٠م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو کې محمد خالد هوتک په ٧٠ کیلو ګرام او حامد اشرفي په ٦٥ کیلو ګرام وزنونو کې د برنزو دوه مډالونه وګټل.

به دغو سیالیو کې محمد خالد هوتک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۶
Background image

هرات کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري او د واليبال فني فدراسيون په د ياد رياست د ورزشي فدراسيونونو ۱۵ لوبډلو ترمنځ همکارۍ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۴
Background image

د کریکټ الف ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې جاپان ته ماته ورکړه

د کریکټ افغان ابدالیان لوبډلې د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو اسیایي سیالیو کې کوربه جاپان ته د ۴ ویکټو او ۴۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبډله به خپله دویمه لوبه سبا( د تلې ۳یمه) له. . .

BACK TO NEWS