د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې په المپیکي سیالیو کې پاناما ته ماته ورکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۲:۱۸
د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې په المپیکي سیالیو کې پاناما ته ماته ورکړه

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ډاکار ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له پاناما هېواد څخه د ٥ - ٠ ګولونو په توپیر وګټله.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډله پر پاناما سربېره له سینګال او ارجنټاین سره هم په یوه ګروپ کې سیالۍ لري.

افغان لوبډله به خپله دویمه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د نومبر ٤مه) له ارجنټاین سره وکړي.

دغه سیالۍ د سینګال هېواد په کوربه‌توب د اتو هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۶
Background image

د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان له ۱۸ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ ډاکار المپيکي سياليو په لړ کې د خپلې دویمې سیالۍ د ترسراوي په موخه سبا (چهارشنبه د نومبر ٤مه) د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې له درېيو ولسواليو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې آزادې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS