د فوټبال ملي لوبډلې نوی کویټي روزونکی عبدالله المطیري افغانستان ته راورسېد

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۸:۴۹
د فوټبال ملي لوبډلې نوی کویټي روزونکی عبدالله المطیري افغانستان ته راورسېد

عبدالله المطیري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی نن افغانستان ته راورسېد. ښاغلي عبدالله المطیري ته د فوټبال فدراسیون معاون حافظ احمدجان او ورسره ملو ورزشکارانو ښه راغلاست او هرکلی وکړ.

تمعه ده، چې څو ورځې وروسته به له ښاغلي المطیري سره د رسمي قرارداد د لاسلیک کولو مراسم ترسره شي.

ښاغلی المطیري د کويټ هیواد اوسېدونکی دی، د فوټبال په برخه کې یې د روزونکي په توګه دنده له ۲۰۱۷ م کال څخه پیل کړې. په یاده برخه کې یې د ځینو مهمو لوبډلو روزنه ترسره کړې، چې په ۲۰۱۹ م کال کې یې د قطر له ۲۳ کلنو کم عمره الشحانیه لوبډله، په ۲۰۲۰ م کال کې یې د قرغیزستان د ۱۷ کلنو لوبډله او له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۲ م کال پورې یې د نیپال د ملي لوبډلې د مربي په حیث دنده ترسره کړې ده.

عبدالله المطیري په داسې حال کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی ټاکل کیږي، چې په نږدې راتلونکې کې د ملي لوبډلې د ورزشکارانو لپاره په پلازمېنه کابل کې تمریناتي کمپ په پام کې نیول شوی، چې له هیواد څخه بهر ورزشکاران به هم پکې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS