د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې له فلیپین سره لوبه مساوي کړه
د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه فلیپین سره ٢ - ٢ مساوي کړه.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې له خپلو څلور لوبو څخه دوه وګټلې، یوه بایلوده او یوه هم مساوي کړه، چې په دې سره یې له اووه امتیازونو سره له اندونیزیا وروسته د خپل ګروپ دویم مقام یې خپل کړ.
یادې سیالۍ د میانمار هېواد په کوربتوب په پنځو ګروپونو کې د ٣٥ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر اتمه پیل شوي او نن( د نومبر ٢٠مه) پای ته ورسېدې.
