د غور ولایت غرختنې منتخبې څلور کسیزه لوبډله د فیروز کوه ښار د غرونو لوړ څوکو ته وختله
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت منتخبه غرختنې څلور کسېزه لوبډله د فیروز کوه ښار غرونو نږدې دوه زره متري واټن پورې لوړ څوکو ته وختله.
د یادې غرختنې موخه د نېکمرغه لوی اختر نمانځل او د بامیانو ولایت د بابا او د شاه فولادي غرونو لوړو څوکو ختلو ته چمتو والی نیول و.
هېره دې نه وي د غرختنې دغې سیالۍ یو ورځ دوام وکړ.