د جوزجان د بدني روزنې او ورزش دفتر به بیا ورزشکارانو ته ورکړل شي

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۹:۱۶
د جوزجان د بدني روزنې او ورزش دفتر به بیا ورزشکارانو ته ورکړل شي

دغه څرګندونې د جوزجان والي د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست له پلاوي سره په کتنه کې وکړې او زياته يې کړه چې په تېرو کلونو کې دغه تعمیر چې د ورزشکارانو حق دى، د ثبت او احوالو نفوس ادارې ته ورکړل شوی دی چې ډېر ژر به بېرته د لوبغاړو په اختیار کې ورکړل شي.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مالي او اداري رئیس او ورسره مل پلاوي تېره ورځ سه شنبه د 1401 لمریز کال د وری په 9 مه د دغه ولایت د ورزشي وضعیت د ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر وکړ.

دا سفر په داسې حال کې وشو چې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ورزشي وضعیت د ارزونې په موخه د عبدالودود حقاني په مشرۍ یو پلاوی دغو ولایتونو ته استولی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدانيو کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې م.ريم ځوانانو لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳
Background image

پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کیک بوکسېنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار اړوند المهدي کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۲
Background image

پکتیا کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د موی تای فدراسیون فدراسیون د استازولي له لوري د سیدکرم ولسوالۍ په اتحاد کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

BACK TO NEWS