د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۰:۳
د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د کورش فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت د درېیو ولسوالیو ۶۰ تنو ورزشکارانو په ګډون په ینګي قلعه ولسوالې کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دې ورزشي پروګرام کې د ینګي قلعه، درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالیو ورزشکارانو برخه لرله.

د دې سیالیو موخه محلي ورزشونو ته د ځوانانو هڅول او د دې ولایت اوسېدونکو ترمنځ د سالمې تفریح برابرول دي.

په پای کې د ینګي قلعه پهلوانانو لومړی، خواجه بهاوالدین دویم او درقد ولسوالۍ درېیم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS