د بډمنټون ملي فدراسیون او نجیب تلاش خیریه بنسټ ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۶:۴۶
د بډمنټون ملي فدراسیون او نجیب تلاش خیریه بنسټ ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بډمنټون ملي فدراسیون او نجیب تلاش خیریه بنسټ ترمنځ د ٢٠٢٦ کال کابل بډمنټون اتلولي سیالیو د مالي ملاتړ ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې یاد خیریه بنسټ په کابل کې د بډمنټون راتلونکو اتلولي سیالیو مالي ملاتړ پر غاړه لري.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او میلکي مرستیال حافظ احمدجان ځداراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د نجیب تلاش خیریه بنسټ رئیس نجیب الله تلاش او د ورزش ادارې رهبري غړو ګډون کړی و.

د غونډې پر مهال د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له نجیب تلاش خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، چې تل یې په هېواد کې د ورزش د ودې په برخه کې د ورزشکارانو ملاتړ کړی دی.

ښاغلي وثیق همداراز زیاته کړه، چې افغانستان کې د پام وړ امنیت له امله د ورزش په ګډون په بېلابېلو برخو کې بېساري پرمختګونه شوي دي. افغان ورزشکارانو د ورزش ادارې په ملاتړ په نړۍوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

نوموړي زیاته کړه: ((خصوصي سکتور د ورزش د ودې په برخه مهم رول لري او موږ هڅه کوو، چې د ورزش د ودې لپاره د خصوصي سکتور او خیریه بنسټونو پام ځان ته را جلب کړو.))

په ورته وخت کې د یاد خیریه بنسټ اجرائیه رئیس نوید قادري خوښي څرګنده کړه، چې یو ځل بیا یې د خپل خیریه بنسټ له لارې د هېواد د ورزشکارانو د ملاتړ فُرصت موندلی دی. نوموړي همداراز له ورزشکارانو هیله وکړه، چې په نړۍوالو سیالیو کې هم ښې لوبې وکړي ترڅو د هېواد لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

ټاکل شوې، چې د کابل ولایت د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ به د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالي کې له دوو کلبونو د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۲۳:۵۹
Background image

غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۲۳:۵۵
Background image

د غزني مرکز کې د ۱۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۱۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS