د بدن ښکلا ملي لوبډله د جنوبي اسیا سیالیو کې د ګډون په موخه بوتان هیواد ته روانه شوه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۴۹
د بدن ښکلا ملي لوبډله د جنوبي اسیا سیالیو کې د ګډون په موخه بوتان هیواد ته روانه شوه

د بدن ښکلا ۱۸ کسیزه لوبډله د جنوبي اسیا ۱۶م پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه بوتان هېواد ته روانه شوه.

د دغې لوبډلې ته د خدای پامانۍ په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق دوی ته په سیالیو کې په لوړه روحیه د لوبېدو سپارښتنه او د کامیابۍ دعا وکړه.

یادې سیالۍ د اتو هېوادونو په ګډون د چنګاښ پر ۹مه پیلېږي او تر ۱۳مې نیټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د هېواد د سوک وهنې پنځه کسيزه لوبډله د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون په موخه استانبول ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون درې ورزشکاران، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د میا عمر لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوتي. . .

BACK TO NEWS