د بدن ښکلا او فټنس افغان ورزشکاران ډکې منګولې هېواد ته راستانه او د ورزش ادارې له خوا وستایل شول
د جنوبي اسیا ۱۶ پړاو د بدن ښکلا سیالیو کې افغان ورزشکارانو لس بېلابېل( درې د سرو، درې د سپينو زرو او څلور د برنزو) مډالونه وګټل او د هېواد ورزش ادارې له لوري تر تود هرکلي وروسته د المپیک کمېټې د غونډو په تالار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وستايل شول.
په دغو مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د بدن ښکلا او فټنس فډراسیون رئیس باور خان هوتک، د ورزش ادارې نورو مسولینو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې مولوي احمد الله وثیق وویل: دا ستر ویاړ دی، لومړی اتلو ورزشکارانو، د دوی کورنيو او بيا ټولو هېوادوالو ته مبارک وایم او زیاته يې کړه چې د خوشحالۍ ځای دی چې د ورزش برخه کې په مسلسل ډول ویاړونه لرو او ورزشکارانو مو په لویو ورزشي برنامو کې کډون کوي.
همدارنګه نوموړي وويل چې، د ورزش اداره او د ا.ا.ا دولت د ورزشکارانو او هېوادوالو ملاتړ خپل مسووليت ګڼي او د هر ډول اطمینان ډاډ ورکوي.
ورپسې د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون رئیس باور خان هوتک د ورزش ادارې له رهبري مننه وکړه او دا بری يې د هېواد والو او ورزشکارانو لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله.
دغو سیالیو کې د هېواد په استازولۍ ۱۸ کسیزې لوبډلې ګډون درلود چې پکې دوه لوبڅارانو د لوبڅارۍ A سندونه او په ټولیز ډول یې د دغو سیالیو درېیم مقام په خپل نوم کړ.
یادې سیالۍ د اتو هېوادونو په ګډون د چنګاښ په ۹مه پیل او د همدې میاشتې په ۱۲مه پای ته ورسېدې.
