د بدخشان بهارک ولسوالۍ کې د والیبال

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۸
د بدخشان بهارک ولسوالۍ کې د والیبال

ژمنۍ سیالیو اتلولي نخبګان لوبډلې وګټله

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په کوربتوب د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د "زمستاني" په نوم د والیبال سیالۍ د نخبګان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د والیبال فدراسیون له خوا د بهارک مرکز او نږدې ولسوالیو په ګډون پیل شوې وې پایلوبې یې د " نخبګان او ربابي سیمې" لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د نخبګان په اتلولۍ او د ربابي سیمې په دویم مقام پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو موخه د بهارک ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل او وررش ته د ځوانانو هڅول و.

د پایلوبې په مراسمو کې د سیمه ییزو او ورزشي مسوولینو ترڅنګ، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د پای په مراسمو کې د مسوولینو له خوا ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ، ستاینلیکونه او نورې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۲۷
Background image

هرات کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او اسپورټ فزيک خزاني سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو له کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په ستاره اسيا تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

سرپل کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو څلورم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د جودو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۲۷ کيلو ګرام څخه تر مثبت ۱۰۰ کيلو ګرام پورې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۲۲
Background image

دایکندي؛ خدير ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خدير ولسوالۍ د پشتروق سيمې شاوخوا څخه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د. . .

BACK TO NEWS