د بامیان مرکز کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۲:۲۹
د بامیان مرکز کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د باميان ده کده، د ميرويس ګل پلورنځي او د بابا چاپ خانې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د تنکيو ځوانانو کټګورۍ کې ګل محمد لومړی او د لويانو په کټګورۍ کې موسی لومړی، حسين دويم او شعيب بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د ځغاستې ورزش ته وده ورکول او دودول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۳:۲۵
Background image

کاپیسا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای تشويقي سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د موی تای ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د استاذ لنګري په کلپ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د موی تای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۳:۲۰
Background image

دایکندي؛ سنګ تخت بندر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ او د سنګ تخت بندر ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د يادې ولسوالۍ په شنيه مقبول سيمه کې د ژمي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د سنوکر درې کسيزه لوبډله د سنوکر نړيوال جام سياليو کې د ګډون په موخه عمان ته ولاړه

د سنوکر ملي فدراسيون درې لوبغاړي او يو پلاوی د سنوکر نړيوال جام سياليو کې د ګډون په موخه عمان ته ولاړل.

ياد لوبغاړو له سفر مخکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله. . .

BACK TO NEWS