د المپیک ملی کمېټې او سپورټ عمومي رئیس په افغانستان کې د چين له نوي سفیر سره ولیدل

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د المپیک ملي کمېټې په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین هیواد له نوي سفیر جاو شینګ سره وکتل او د ورزش په برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو او د اړیکو پر پیاوړتیا يې خبرې وکړې.
د المپیک ملي کمټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د چين نوي سفیر ته د دندې د مبارکۍ او ښه راغلاست ترڅنګ د چین او افغانستان دوستانه او تاریخي اړیکو ته په اشارې وویل: دا چې چین په افغانستان کې د اقتصاد په بیا رغونه او پرمختګ کې رول لري او دا مهال د ګڼو د پراختیایي پروژو چاري پرمخ وړي هيله ده، چې د ورزش په برخه کې هم رغنده ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې هم دواړه هېوادونه نږدې اړیکي ولري.
ښاغلي وثیق د چين له سفیر څخه وغوښتل چې افغانستان ته له راتګ سره په نورو برخو سربېره د ورزش په برخه کې اړیکي پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د ورزش ادارې سره نږدې کړي.
نوموړي د چین په کوربتوب اسیايي المپیک سیالیو ته په اشارې وویل: د افغانستان خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، په ډېر کمو امکاناتو په نړۍوالو سیالیو کې لوبېدلې او بریاوې يې راوړي دي. د چین په سیالیو کې به زموږ لوبډلې ښې لاسته راوړنې ولري او د دې لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.
هغه په خپلو خبرو کې په چین کې په اسیا سیالیو کې د افغان لوبډلو له پوره ملاتړ او ښې مېلمنه پالنې څخه مننه وکړه.
په دې لیدنه کې د چین سفیر جاو شینګ وویل خوښ یم چې په افغانستان کې د نوي سفیر په توګه مې دنده پیل کړه او له دې دا معلومیږي، چې افغانستان چین ته ارزښت لري او له یاد هېواد سره نږدې اړیکي لري او چین داسې اړیکو ته خورا ارزښت ورکوي.
ښاغلي جاو شینګ زیاته کړه: دا چې چین له افغانستان سره د یو دوست هېواد په توګه په اجتماعي او اقتصادي برخو کې مرستې کوي، نو اړینه ده چې د ورزش په برخه کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو باب پرانيستل شي، ځکه ورزش د هېوادونو ترمڼځ د ارتباطي پول حیثیت لري.
د چین سفیر پر دې هم ټینګار وکړ، چې مخالف نظرونه او سیاسي تعاملات باید د ورزش په ډګر کې دواړه هېوادونه (چین او افغانستان) سره جلا نه کړي.
ښاغلي ژیو چینګ د چین په کوربتوب را راونو اسیايي سیالیو کې د افغانستان ورزشکارانو ته د بریا هیله څرګنده کړه، چې ښې لاسته راوړنې ولري.
نوموړي د افغانستان د ورزش ادارې ته د هر اړخیې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه، چې د دواړو هېوادونو د ورزش ادارې به نږدې اړیکي سره ولري.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي رئیبس احمد الله وثیق او په افغانستان کې د چین سفیر ژیو چینګ داسې مهال له یوبل سره ګوري چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه به د چین هېواد په کوربتوبد اسیایي المپیکي سیالۍ پیل شي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۴۵هېوادونو د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون کوي، چې له افغانستان څخه هم د ورزش ادارې د یوه پلاوي په شمول د ۱۷ورزشي رشتو تر سلو زیات ورزشکاران ګډون کوي، چې د اکثرو ورزشي رشتو ورزشکاران چین ته رسېدلي هم دي.