د افغانستان د وزن پورته کولو ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د سیالیو لپاره سعودي عربستان ته روان شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۱:۸
د افغانستان د وزن پورته کولو ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د سیالیو لپاره سعودي عربستان ته روان شول

د افغانستان د وزن پورته کولو ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي ریاست له رئیس سره تر لیدنې وروسته، د وزن پورته کولو اتلولۍ نړیوالو سیالیو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته روان شول.

د وزن پورته کولو په دغو نړیوالو سیالیو کې د ۱۱۵هېوادونو په بېلابېلو وزني کلاسونو کې تر زرو زیات ورزشکاران ګډون کوي، چې له افغانستان څخه هم دوه تنه ورزشکاران یو روزونکی او یو پلاوی اشتراک کوي.

له افغانستان څخه به په دغو سیالیو کې په ۷۳ کیلو وزن کې زبیر نظري او په مثبت ۱۰۹ کیلو وزن کې فضل کریم ترکمن له خپلو سیالانو سره ولوبیږي.

یادې سیالۍ به د سپټمبر میاشتې په ۴مه ڼېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې ڼېټې پورې به دوام وکړي.

د وزن پورته کولو ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې د دغو سیالیو په جریان کې به د سپټمبر په ۱۲مه ڼېټه د وزن پورته کولو نړیوال کانګرس هم ترسره شي، چې د هېواد د

وزن پورته کولو فدراسیون رئیس محمداعظم کوهي به پکې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS