د افغانستان اتلانو لیګ په دوام؛ خراسان فاریاب او سرسبز یاشلر لوبډلو بریاوې خپلې کړې
د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ په دوام نن د یاد لیګ ۲۱مه او ۲۲مه لوبه ترسره شوه، چې پکې خراسان فاریاب او سرسبز یاشلر لوبډلو بریاوې خپلې کړې.
د یاد لیګ ۲۱مه لوبه د خراسان فاریاب او میوند اف سي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې خراسان فاریاب د ۱/۳ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
همداراز د دغه لیګ ۲۲مه لوبه د عدالت فراه او سرسبز یاشلر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې سرسبز یاشلر لوبډلې د ۰/۲ ګولونو په توپیر خپله سیاله لوبډله ماته کړه.
د افغانستان اتلانو لیګ په کابل کې د فوټبال فدراسیون له لوري پیل شوی دی او له مرکز او ولایتونو څخه پکې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی دی.
