دایکندي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاران مهدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د کوچني اختر د نمانځلو په موخه د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه اونۍ مخکې پيل شوې وې د یاران مهدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې یاران مهدي لوبډلې خپلې سیالې خدیر منتخبې لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د روژې مبارکې میاشتې او د کوچني اختر نمانځل و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.