دایکندي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۲۸
دایکندي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د سولې او دوستۍ جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد مزاري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد مزاري لوبډلې خپلې سیالې یاران قمري بني هاشیم لوبډلې ته د ۱۰/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۹
Background image

کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ د قوش‌تېپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنيونې لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۴
Background image

کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پانکريشن ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له څلورو زونونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۳۶
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت اتلانو لوبډ‌لې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS