دایکندي؛ کیتي ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پیل شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د کیتي ولسوالۍ په کیسو سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې استقلال سرباغ لوبډلې خپلې سیالې افتخار کیتي لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
