دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د پوهتنون محصلینو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کارمندان لوبډلې خپلې سیالې پيام اوران لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او تحصلي ځایونو کې د ورزش فرهنګ دودول دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.