دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۴۳ ورزشکارانو ترمنځ د ریسمان بازي سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پارکور ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۴۳ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ د ریسمان بازي سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې میلاد لومړی مقام، ارمین دویم او مهدي درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه دایکندي ولایت کې یو کسېزو سیالیو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.