دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې رضا رجایي لومړی او سید موسی بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.