دایکندي؛ د اتحاد شهرستان لوبډلې د شهرستان د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه.
د والیبال هغه سیالۍ چې څه مودې وړاندې د اخترجام په نوم د دایکندي ولایت د ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې پیل شوې وې، د اتحاد شهرستان لوبډلې په لومړي او د تمدن غاف لوبډلې په دوهم مقام ګټلو سره ۱/۲پای ته ورسېدې.
په دې لوبو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی و چې په پای کې یې مخکښو لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه مډالونه او ډالۍ ورکړل شول.
دایکندي یو له هغو لرې پرتو ولایتونو څخه دی چې د ورزش زیات مینوال لري او په دې وروستیو کې یاد ولایت د ښو ورزشي برنامو کوربه دی.