خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کبډي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۲:۴۷
خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کبډي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کبډي فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په بهرام خېلو صحرا ښوونځي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د کبډي ټاکنيزې سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د صوفي کمانډو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې صوفي کمانډو لوبډلې خپلې سيالې جاويد پهلوان لوبډلې ته د ۴۳/۴۴ نمرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه او همدارنگه د دې ترڅنگ ۱۵ لوبغاړي لويانو لوبډلې ته او ۱۵ لوبغاړي بيا ځوانانو لوبډلې ته غوره شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د جوړولو چارې پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت سره په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز کې د AYSO مؤسسې په مالي لگښت د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د‌ جوړولو چارې پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۳
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۰
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS