خوست کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند پنزایي سیمه کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د پنزایي عمري او تڼیوال کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه تڼیوال لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو څلور لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢١ منډو هدف وټاکه. پنزایی عمري لوبډلې د هدف په تعقیب کې په لسو اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١٠٠ منډې وکړې او د ٢٠ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.