خوست کې د فري رنېنګ پارکور ٤٠ تنو ته د ظرفیت لوړونې سمینار پای ته ورسېده
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د فري رنېنګ پارکور ٤٠ ورزشکارانو او استادانو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځینی سمینار ترسره شو.
دغه سمینار د استاد حسیب الله صوفي له لوري وړاندې شو، چې پکې د دغې برخې استادانو او ورزشکارانو ته د لوبڅاري او استادي په برخه کې د ظرفیت لوړونې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې.
