خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د اتل ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۰:۱۴
خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د اتل ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د تڼيو ولسوالۍ په متا کلي ميدان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د اتل ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي، د اتل زمريانو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د اتل زمريانو او اتل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اتل زمريانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اتل بازانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۸۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۶ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۲
Background image

بغلان ولایت کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حاجي زمان خېل کوچي لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۱۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د wtf تکواندو سيالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ورزشي جمنازيوم کې د مرحوم حبیب الله عرب جام په نوم د wtf تکواندو. . .

BACK TO NEWS