خوست کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۲۹
خوست کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کونډیو صحرا سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شمل زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د صحرا بازانو او شمل زلمیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شمل زلميو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٦ منډو هدف وټاکه. صحرا بازانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د پنځو ویکټو په زیان ١٠٢ منډې وکړې او د درېیوو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۶
Background image

د غمرازۍ پېغام

په ډېر خواشینۍ سره بیانوو، چې د هوایي ورزشونو د فدراسیون رئیس نوید پوپل نن په بامیان ولایت کې د تمریناتو پر مهال را لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

د ورزش ادارې رهبري د مرحوم نوید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولايتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ۱۹م. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۰
Background image

میدان چمتو دی!

د افغانستان پهلواني غوره لیګ لومړی پړاو سیالۍ به نن همدلته پیل شي.

🕕 پرانیستغونډه: نن مازدیګر ۶:۰۰ بجې.

تاسو کولی شئ، چې دغه په زړه پورې او له شور ډکې سیالۍ له نږدې او هم د آریانا. . .

BACK TO NEWS