خوست کې د امارت او خلکو د همغږۍ په نوم لوبې وشوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۷ - ۱۲:۰
خوست کې د امارت او خلکو د همغږۍ په نوم لوبې وشوې

دخوست ولایت د فوټبال په ملي اماني لوبغالي د هاکي لوبې یوه ورځنی ټورنامینټ ترسره شو.

یاد ټورنامینټ، چې دخوست ورزشي امریت په مالي ملاتړ د هاکي فدراسیون له خوا د خوست ولایت مرکز او ولسوالیو اتو لوبډلو ترمنځ ترسره شو.

ددې مسابقاتو فاینل ته د نادرشاه کوټ الف او غازي ببرک خان لوبډلې وتلې وې، چې دلوبې له پاره ټاکل شوي وخت کې دواړه لوبډلې په دې ونه توانېدلې ، چې په مقابل لوري ګول ووهي.

په پای کې پینالټۍ وویشتل شوې، چې په پینالټیو کې د غازي ببرک خان لوبډلې ددې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

ددې سیالیو د پای مراسمو ته د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال ، مشران ،د فوټبال پخواني لوبغاړي عیدا ګل، حاضر ، ریبار هڅاند او د ورزش مینه وال راغلي وو.

چې د ویناوالو له جملې څخه عطالله کډوال د خوست په ورزشي بهیر خبرې وکړې او له هاکي فدراسیون یې وغوښتل ، چې دغه رشته باید نوره هم غني شي.

د مراسمو په جریان کې په مستحقو لوبډلو او لوبغاړو کپونه او مډالونه ووېشل شول.

دیادولو وړده، چې له دې سیالیو څخه د خوست ولایت منتخبې لوبډلې ته 18 پیاوړي لوبغاړي انتخاب کړل شول او ددې ولایت په استازیتوب به په مسابقاتو کې برخه اخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدانيو کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې م.ريم ځوانانو لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳
Background image

پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کیک بوکسېنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار اړوند المهدي کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۲
Background image

پکتیا کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د موی تای فدراسیون فدراسیون د استازولي له لوري د سیدکرم ولسوالۍ په اتحاد کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

BACK TO NEWS