خوست: په خالبساط بازار کې د یووالي ټورنامینټ ترسره شو
د خوست ولایت ورزشي امریت مربوط په خالبساط بازار کې یوه ورځنی د یووالي ټورنامینټ ترسره شو.
یاد ټورنامینټ ، چې هر شپږم د یوې ورځې په موخه په یاد بازار کې د لویې مېلې یوه برخه ده، د یادې سیمې د ځوانانو له خوا د واليبال فدراسیون په چوکاټ کې ترسره کیږي.
دا ځل په جوړ شوي ټورنامینټ کې د خوست له مختلفو ولسوالیو څخه لسو پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې وه.
د یاد ټورنامینټ فاینل ته د صبریو او تڼیو ولسوالیو لوبډلو لاره موندلې وه، چې پای لوبه د تڼیو لوبډلې په خپل نوم کړه.
د یادولو وړ ده، چې د ټورنامینټ ګټونکو لوبډلو ته کپونه د ورزشي امریت له لوري برابر شوي وو.
